د سولې ملي آدرس: د تاوتریخوالي د کمېدو لړۍ دې وغځول شي

8 حوت 1398 ساعت 7:56

د سولې ملي آردس د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي، چې د تاوتریخوالي کمولو لړۍ وغځوي او بشپړ اوربند ته دې زمینه برابره کړي.


د سولې ملي آردس د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي، چې د تاوتریخوالي کمولو لړۍ وغځوي او بشپړ اوربند ته دې زمینه برابره کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بنسټ پرون چهارشنبې د کب ۷ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د سولې د روانو هلو ځلو هرکلی او د بین الاافغاني خبرو پر ژر پیل ټینګار کړی دی.

له لسګونو مدني ټولنو او ګوندونو جوړ دغه بنسټ ویلي، د جګړې ښکېلې خواې دې د تاوتریخوالي کمولو لړۍ نوره هم وغځوي تر چې د مکمل اوربند ټنګښت ته لار هواره شي.

دوی دا هم ویلي، چې بین الافغاني خبرې دې د بهرني هېواد پر ځای په کابل او یا هم د افغانستان په بله کومه سیمه کې ترسره شي.

دغه بنسټ د جګړې د ښکېلو اړخونو تر منځ جوړجاړي ته د رسېدو په هدف د منځګړیتوب لپاره د یوه بېطرفه افغاني کمېسیون د جوړېدو غوښتنه وکړه.

یاد بسنټ په سیاسي رهبرانو او چارواکوغږ وکړ، چې د سولې لپاره له رامنځ ته شوي فرصت سمه ګټه پورته کړي او ملي ګټې تر شخصي ګټو غوره وبلل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125402

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125402/

جمهور
  https://www.jomhornews.com