۰

ارګ هم د لوړې مراسمو د ځنډولو خبر تایید کړ

چهارشنبه ۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۳
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ هم تایید کړه، چې د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسم د روانې کب میاشتې تر ۱۹ مې نېټې پورې ځنډول شوي دي.
ارګ هم د لوړې مراسمو د ځنډولو خبر تایید کړ
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ هم تایید کړه، چې د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسم د روانې کب میاشتې تر ۱۹ مې نېټې پورې ځنډول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي ولسمشر غني له تخنیکي برخو، د هیواد په کچه سیاسي شخصیتونو، قومي مشرانو، د دولت ساز ټیم له مشرتابه او د افغانستان بین المللي شریکانو سره له پراخو او هر اړخیزه مشورو وروسته دا مصلحت وګاڼه چې راتلونکې پنجشنبه د کب په ۸مه نېټه، د لوړې ترسره کېدونکي ستر مراسم، د کب تر ۱۹مې نېټې پورې وځنډول شي.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي د کرونا ویروس د خپرېدو اوازې، د بهرنیو لوړرتبه مېلمنو د راتګ لپاره د وخت کمی او مراسمو لپاره د لا ډېر تخنیکي چمتوالي اړتیا، د دې سترې ملي برنامې د ځنډ اساسي لاملونه دي.

خبرپاڼه وایي، ولسمشر غني د شریف ملت د حوصلې او د هېواد د لوړو مصالحو په اړه د دوی د ژور درک مننه کوي.

بل خوا ازګ په دغه خبرپاڼه کې ویلي د هېواد ټولو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور ورکول شوی چې په ټول هیواد کې د تاوتریخوالي کمښت ته د مسلکي پاملرنې ترڅنګ دې د هیوادوالو د مال او ځان په خوندیتوب کې یوه شېبه غفلت نه کوي او د خلکو په خدمت کې دې وي.

خبرپاڼه کې ویل شوي حکومت د افغانستان ملت ته ډاډ ورکوي، چې د دولت دستګاه به د پخوا په څېر، افغانانو ته د اغېزناکو او پر وخت خدمتونو رسولو په برخه کې خپل مسئولیتونه په پوره جدیت او صداقت ترسره کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي