په فرهنګي چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني ارشد سلاکار شاه حسین مرتضوي وايي، د ولسمشر غني د لوړې مراسم به تر سره شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې که څه هم ښاغلي مرتضوي دا نه دي ویلي، چې څه وخت به د لوړې مراسم تر سره شي، خو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د لوړې مراسم به د روانې میاشتې په ۱۹ مه نېټه تر سره شي.
ښاغلي مرتضوي په خپل ټوېټر لیکلي«د لوړې مراسم تر سره کېږي، د ملي یووالي حکومت نه رامنځ ته کېږي، موازې حکومت نه رامنځ ته کېږي و اخر دعوانا.....
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي، چې د ټاکنو ګډونکی ولسمشر غني دی او یو ټول شموله حکومت به جوړ شي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن چهارشنبې د کب ۷ مه په یوه ټوېټ کې ویلي، چې دی د ولسمشر د دغه پرېکړې چې د لوړې مراسم به د مارچ په ۹ مه تر سره کړي هرکلی کوي.
نوموړي ویلي«د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم چې ټاکل شوې وه سبا تر سره شي، د مارچ تر ۹ مې نېټې ځندولي، زه د ولسمشر غني د دغه پرېکړې هرکلی کووم.»
هغه په یوه بل ټوېت کې ویلي، چې د ټاکنو د اعلان شویو پایلو سره سم ولسمشر غني د ټاکنو ګټونکی دی، خو ټول سیاسیون باید ډاده و اوسي، چې نوی دولت به ټول شموله او د افغانستان د خلکو له غوښتنو سره سم جوړ شي.
دغه راز نوموړي په یوه بل ټوېټ کې زیاته کړې، چې د لوړې مراسمو ځنډول به د نوي حکومت د جوړېدو په اړه چې د ټولو افغانانو غوښتنې په کې نغښتې وي په اړه سلا مشورو ته ښه زمینه برابروي.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني