۰

هند او امریکا: افغانستان کې جمهوریت زموږ ګډ هدف دی

چهارشنبه ۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۶
هند ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر سفر وروسته دواړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې جمهوریت د دواړو ګډ هدف دی.
هند او امریکا: افغانستان کې جمهوریت زموږ ګډ هدف دی
هند ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر سفر وروسته دواړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې جمهوریت د دواړو ګډ هدف دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه اعلامیه کې ټينګار شوی، چې امریکا او هند یو سوله ییز، باثباته او ولسواک افغانستان غواړي.

دغه اعلامیه په کابل کې د هند سفیر وینی کمار هم پر ټوېټر خپره کړې او په کې راغلي چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان د پرمختګ او ثبات په برخه کې د هند له مرستو مننه کړې ده.

اعلامیه کې ویل شوي« باثباته، پرمختللی، ډيموکراټيک او همه شموله افغانستان د هند او امریکا ګډ هدف دی.»

دغه راز په اعلامیه کې دواړه هیوادونه د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې او بیا رغونې له هغې پروسې ملاتړ کړی دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې دوی په افغانستان کې اتلس کلنې لاسته راوړنې ساتي او د ترورستانو لپاره خوندي ځایونه له منځه وړي، تشدد ته د پای ټکې ږدي او یوه سوله ییز او خپلواک افغانستان ته لاره هواروي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ هند ته د سفر په ترڅ کې ویلي، له طالبانو سره هوکړې ته نږدې شوي او که دغې ډلې له تړون سرغړونه وکړه، امریکا به پوره شدت سره پرې بریدونو وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي