۰

منظور پښتین د پاکستان له زندانه آزاد شو

سی شنبه ۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۹
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پاکستان په زندان کې تر یوې میاشتې زندان وروسته نن آزاد شو.
منظور پښتین د پاکستان له زندانه آزاد شو
د پښتون ژغورنې غورځنګ  مشر منظور پښتین پاکستان په زندان کې تر یوې میاشتې زندان وروسته نن آزاد شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د منظور د آزادۍ مراسمو ته د پي ټي اېم سلګونه غړي ورغلي او په غاړه کې یې ګلونه ور اچوي.

منظور پشتین چې نن سه شنبې د کب ۶ مه د پاکستان له زندان څخه آزاد شو، د مارچ په لومړۍ نېټه د پي ټي ایم تر ټولو لویه غونډه کې ګډون وکړي.

د ښاغلي پښتین مدافع وکیل وايي، په اتو مقدمو کې پر منظور لګېدلي تورونه نه دي ثابت شوي او نور د هغه د زنداني کېدو له پاره هېڅ دلیل نه و پاتې.

هغه وویل «په منظور پشتین نور هېڅ تورونه نشته او محکمې کې دا خبره ثابته شوې، په منظور پشتین لګېدلي ټول تورونه بې اساسه دي، نور نو په قانوني توګه د هغه په زندان کې د ساتلو هېڅ جواز نشته.»

د یادونې ده، چې منظور پشتین د جنورۍ د ۲۶مې نېټې شپه مهال پېښور کې د پولیسو لخوا نیول شوی او د دوو اوونیو لپاره زندان ته لېږل شوی و.

پر نوموړي تور پورې شو، چې ګنې د پاکستان د نظام ضد څرګندونې یې کړې، خو دپښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو بیا په منظور پشتین لګیدلي تورونه بې ځایه بللي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي، ریاست د پي‌ ټي ایم مشران او فعالان یوازې له دې امله زندانونو ته اچوي تر څو هغوی د پښتنو د حق لپاره له غږ پورته کولو راوګرځوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي