۰

کرزي د روسیې، چین او انګلستان له سفیرانو سره لیدلي

سی شنبه ۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۴
پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د روسیې، چین او انګلستان له سفیرانو سره لیدلي دي.
کرزي د روسیې، چین او انګلستان له سفیرانو سره لیدلي
پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د روسیې، چین او انګلستان له سفیرانو سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرزي له مطبوعاتي دفتره خپاره شوي معلومات که راغلي، چې نوموړي نن سه شنبې د کب ۶ مه په جلا جلا ډول له دغه سفیرانو سره کتلي دی.

په معلوماتو کې ویل شوي، په دغه درې واړه لیدونو کې د افغانستان د روان وضعیت، له روان وضعیت څخه د وتلو پر لار او سولې پروسې خبري کړې دي.

که څه هم د دغه لیدونو په اړه بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي، خو ویل کېږي ښاغلی کرزی هڅه کوي، چې د ټاکنو پر سر رواپورته شوي بحران ته یوه سیاسي حل لار ومومي.

ښاغلي کرزي پرون له استاد عبدالرب الرسول سیاف سره یو ځای د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله سره هم کتلي و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي