۰

منظور پښتین ښايي نن د پاکستان له زندانه خوشی شي

سی شنبه ۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۰
د پښتون ژغورنې غورځنګ د زنداني مشر منظور پښتین مدافع وکیل اختر سعید ویلي، ښايي نن مشر له زندان څخه راخوشی شي.
منظور پښتین ښايي نن د پاکستان له زندانه خوشی شي
د پښتون ژغورنې غورځنګ د زنداني مشر منظور پښتین مدافع وکیل اختر سعید ویلي، ښايي نن مشر له زندان څخه راخوشی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، پر ښاغلي پښتین اوس په ښکاره ډول دهغه په ضد بله داسې کومه دوسیه نشته چې په اساس یې هغه په بند کې وساتل شي.

دی وايي، محکمې یې په اتو مقدمو کې دمنظور پشتین ضمانتونه منلي او هیله ده چې منظور نن د سه شنبې په ورځ له زندانه ازاد شي.

هغه زیاته کړې، پرون په یوه دوسیه کې د منظور پشتین ضمانت شوی و او نن محکمې ته ضمانت ګړي ورکړل شول چې ورسره به تر مازیګره منظور پشتین له بنده خلاص شي.

هغه وویل «په منظور پشتین نور هېڅ تورونه نشته او محکمې کې دا خبره ثابته شوې، په منظور پشتین لګېدلي ټول تورونه بې اساسه دي، نور نو په قانوني توګه د هغه په زندان کې د ساتلو هېڅ جواز نشته.»

د یادونې ده، چې منظور پشتین د جنورۍ د ۲۶مې نېټې شپه مهال پېښور کې د پولیسو لخوا نیول شوی او د دوو اوونیو لپاره زندان ته لېږل شوی و.

پر نوموړي تور پورې شو، چې ګنې د پاکستان د نظام ضد څرګندونې یې کړې، خو دپښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو بیا په منظور پشتین لګیدلي تورونه بې ځایه بللي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي، ریاست د پي‌ ټي ایم مشران او فعالان یوازې له دې امله زندانونو ته اچوي تر څو هغوی د پښتنو د حق لپاره له غږ پورته کولو راوګرځوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي