۰

غور کې هم د کرونا ویروس مشکوکه پېښه ثبت شوې ده

سی شنبه ۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۳
د غور والي وايي، په دغه ولایت کې هم د کرونا ویروس یوه مشکوکه پېښه ثبت شوې او یاد کس قرنطین شوی دی.
غور کې هم د کرونا ویروس مشکوکه پېښه ثبت شوې ده
د غور والي وايي، په دغه ولایت کې هم د کرونا ویروس یوه مشکوکه پېښه ثبت شوې او یاد کس قرنطین شوی دی.

غور والي ناصر خاضح جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دغه کس د غور ولایتي روغتون ته تر مراجعې او لومړنیو معایناتو وروسته قرنطین شوی دی.

د هغه په وینا په دا چې یاد کس شکمنې نښې درلودې، نو ځکه په روغتون کې بستر شوی دی.

نوموړی وایي، له دې سره سم یې د دغه ویروس د مخینوي لپاره بېړني او جدي تدابیر نیولي دي او په مرکز او نورو سیمو کې یې د خلکو د ګڼې ګوڼې او ټولېدونو مخنیوی کړی دی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د غور په ګاونډ هرات ولایت کې بیا د کرونا ویروس یوه مثبت پېښه ثبت شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت وایي، په کرونا ککړ کس د ایران له قم ښار څخه هرات ته راغلی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي