۰

ازبکستان له ایران او تاجکستان له افغانستان سره خپلې پولې وتړلې

سی شنبه ۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۰
افغانستان کې د کرونا یروس د مثبتې پېښې تر تایید وروسته ازبکستان په موقت ډول له افغانستان او تاجکستان له ایران سره خپلې پولې تړلې دي.
ازبکستان له ایران او تاجکستان له افغانستان سره خپلې پولې وتړلې
افغانستان کې د کرونا یروس د مثبتې پېښې تر تایید وروسته ازبکستان په موقت ډول له افغانستان او تاجکستان له ایران سره خپلې پولې تړلې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ازبکستان چارواکو ویلي، دوی د کرونا ویروس د پراختیا له وېرې په دغه اقدام لاس پورې کړی دی.

د ازبکستان رسنۍ وايي، دغه هېواد هر اړخیز تدابیر نیولي چې وکړی شي خپل هېواد ته د کرونا ویروس د پراختیا او ورتګ مخه ونیسي.

سرچینه وایي له همدې امله د څو هېوادونو سره تګ راتګ په موقت ډول ځنډول شوی دی نو له افغانستان سره هم پوله په موقته توګه تړل شوې ده.

له افغانستان او ځينې نورو هېوادونو وروسته تاجکستان هم له ایران سره پر هوايي پروازونو بندیز لګولی دی.

تاجکستان دغه پرېکړه داسې مهال کوي چې له چین وروسته په ایران کې ترټولو ډېر خلک د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي