۰
چین:

خبر یو، ولسمشرغني د ټاکنو ګټونکی اعلان شوی، موږ د افغانانو د پرېکړې هرکلی کوو

سی شنبه ۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۴
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د انتخاباتو د پایلو په اړه خبر دي او د افغانستان د راتلونکي په اړه د افغانانو د پرېکړې هرکلی کوي.
خبر یو، ولسمشرغني د ټاکنو ګټونکی اعلان شوی، موږ د افغانانو د پرېکړې هرکلی کوو
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د انتخاباتو د پایلو په اړه خبر دي او د افغانستان د راتلونکي په اړه د افغانانو د پرېکړې هرکلی کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژو لیان پرون دوشنبې د کب ۵ مه  خبریالانو ته ویلي، دوی خبر دي چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون ولسمشر غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د چین ملګری ګاونډی دي، نو ځکه د افغانستان د ولسمشریزه ټاکنو د بهیر درناوی او د راتلونکې په اړه د افغانانو د خپلواکۍ د پرېکړې ملاتړ کوي.

د هغه په وینا چین  د نوي منتخب حکومت او د افغانستان د خلکو سره د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره ګډ کار کولو ته چمتو دی.

په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په اړه هم څرګندونې کړې ویلي یې دي، چې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه له اړوندو خواو سره نژدې تماسونه او همکاري لري.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وايي، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو له لورې د سولې او بیا پخلاینې د همه شمول بهیر کلکه ننګه کوي.

دغه راز نوموړي زیاته کړې، چین د امریکا او طالبانو ترمنځ د ممکنه تړون د لاسلیک کېدو هرکلی کوي او هیله لري چې دا بهیر په ښه توګه پلي شي او د افغانستان مسئلې ته نهايي سیاسي حل پیدا شي.

د هغه په وینا چين په افغانستان کې د سولې، ثبات او بیا پخلاینې لپاره له اړوندو غاړو او نړیوالې ټولنې سره کار کولو ته چمتو دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي