۰

د ټاکنو معترضو ډلو ته د افغان وسله والو ځواکونو خبرداری

سی شنبه ۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۴
د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په یوه ګډه اعلامیه کې د ټاکنو معترضو ډلو ته خبرداری ورکړی، چې که د خپلو ممکنه لاریونونو پر مهال قانون مات کړي، قانوني چلند به ورسره وشي.
د ټاکنو معترضو ډلو ته د افغان وسله والو ځواکونو خبرداری
د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په یوه ګډه اعلامیه کې د ټاکنو معترضو ډلو ته خبرداری ورکړی، چې که د خپلو ممکنه لاریونونو پر مهال قانون مات کړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه ګډه اعلامیه کې ویل شوي،د نافذه قوانینو پر بنسټ پر دولتي تأسیساتو برید، غصب او تخریب او همدارنګه د دولتي بنسټونو په کاري چارو کې خنډ رامنځته کول ملي خیانت او جرم بلل کېږي.

دغه ګډه اعلامیه چې پرون دوشنبې د کب ۵ مه د کورنیو چارو وزارت په رسمي فسبوک پاڼه خپره شوې راغلي، امنیتي او دفاعي ځواکونه مؤظف دي چې د دا ډول فعالیتونو مخه ونیسي او سرغړونکي به له جدي قانوني چلند سره مخامخ شي.

اعلامیه کې ویل شوي د اعتراضونو پر مهال د وسلو ګرځول د عامه امن او نظم د اخلال لامل کیږي چې باید ډډه ترې وشي.

دغه راز په اعلامیه کې معترضو ټاکنیزو ډلو ته سپارښتنه شوې چې د لاریون تر پیل وړاندې د خپلو لاریونونو وخت او ځای له امنیتي ځواکونو سره مشخص او شریک کړي او عامه نظم دې رعایت کړي.

په دې ګډه اعلامیه کې افغانانو ته ډاډ ورکړل شوی چې هېڅ مُخلې ډلې ته به د دې اجازه ورنه کړي، چې د دوی د ارامۍ فضا له منځه یوسي.

لا معلومه نه ده چې کومې معترضې انتخاباتي ډلې په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې مظاهرې کوي او یا د مظاهرو پلان لري.

خو په دې وروستیو څو ورځو کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ، چې ځان د ولسمشرۍ د ټاکنو ګټونکی بولی، په ځينو ولایتونو کې په خپل سر والیان ګمارلي دي.

د ټاکنو کمېسیون ولسمشر غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی دی خو ښاغلی عبدالله یې نه مني او وايي چې درغلي شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي