د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې اخیستو په مراسمو کې د کوزې پښتونخوا د ملتپاله سیاستوالو په ډله کې د پښتون ژغورنې غورخنګ یا پي ټي اېم مشرانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په پاکستان کې افغان سفارت، علي وزیر، محسن داوړ، ثنا اعجاز، افراسباب خټک، محمود خان اڅکزی او اسفندیارولي خان د پنجشنبې مراسمو ته رابللي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ د دغه خبر تایید کړی او ده ته ور رسیدلی بلنلیک یې خپور کړی دی.
هغه په یوه ټوېت کې لیکلي«مینه په تلو راتلو زیاتیږي، کله راځه کله به زه درځم مئینه.»
هغه وړاندې زیاته کړې«ډېره مننه کوم په اسلام اباد کې د اسلامي جمهوري افغانستان د لوی سفارت څخه چې ما ته یې د ولسمشر ډاکټر اشرف غني صېب د لوړې مراسمو کې د ګډون بلنه راکړه،زه به انشاءالله پوره پوره هڅه کوم چې ګډون په کې وکړم.»
د یادونې ده، چې ولسمشر غني تېره اوونۍ په ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو د ټاکنو کمیسیون لخوا بیا ځل ولسمشر اعلان او وثیقه یې هم ترلاسه کړه.
ارګ تېره ورځ د یو حکم له مخې اعلان وکړ چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم به د پنجشنبې په ورځ د هارون چخانسوري، شاه حسین مرتضوي، وحید عمر، متین بیک او فاضل محمود فضلي چمتو کړای شي.
جمهورخبري آژانس:کابل