۰

استاد عطا محمد نور او محمود کرزي له ولسمشر غني سره لیدلي

دوشنبه ۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۷
د جمعیت ګوند اجرائیه رییس استاد عطامحمد نور او د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزي له ولسمشر غني سره لیدلي دي.
استاد عطا محمد نور او محمود کرزي له ولسمشر غني سره لیدلي
د جمعیت ګوند اجرائیه رییس استاد عطامحمد نور او د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزي له ولسمشر غني سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي په دغه لیدنه کې، چې په ارګ کې تر سره شوې د استاد عطا محمد نور زامنو هم شتون درلود.

د ښاغلي نور پر فسبوک پاڼه لیکل شوي معلوماتو کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د هېواد په روان وضعیت، د ولسمشرۍ ټاکنو پر پایلو، د سولې پروسې، د ټول شموله حکومت په جوړېدو او دغه راز له د جګړې د ښکېلو غاړو له خوا تاوتریخوالي کمولو په اړه خبرې اترې کړې دي.

په دې معلومات کې د ښاغلي نور له قوله ویل شوي، چې دوی په هېواد کې د بحران او تاوتریخوالي رامنځ ته کېدو پلویان نه دي، ځکه ولس نور ترې ستړی شوی دی.

ښاغلي نور ویلي، چې افغانستان نور سولې او ثبات ته اړتیا لري او د تاوتریخوالي او بحران رامنځ ته کول د سولې پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.

په ورته وخت کې په دغه پاڼه خپاره شوې معلومات د ولسمشر غني له خولې وايي، چې دی له هېچا سره سیالي او رقابت نه لري او یو ټول شموله او پراخ بنسټه حکومت به رامنځ ته کړي.

بل خوا د ارګ خبرپاڼه وایي، ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبې د کب ۵ مه د هېواد له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره کتلي دي.

سرچینه زیاتوي، په دغه کتنه کې اسدالله وفا، حاجي عبدالرحمن ځدراڼ، حاجي ملک عثمان، استاد محمد اکبري او معتصم آغاجان ولسمشر ته د دوهم ځل ولسمشرۍ ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکي ورکړه او په هېواد کې یې د تل پاتې سوله هیله وکړه.
 
سرچینه وایي، دغه مشرانو په خپلو خبرو کې و ویل، چې ملت د خدمت، لاسته راوړنو او ملي برنامو په اساس ښاغلي غني ته رایه ورکړې او په دغه حساس پړاوو کې باید ټول د تلپاتې سولې او ثبات د تامین او د جنګ د پایته رسولو لپاره سره متحد او یو ځای شي.
 
دوی په ټینګار سره وویل، هیواد او سیمه سولې او ثبات ته اړتیا لري او د سولې مذاکرات باید دولت محوره وي، ځکه دولت ملت ته ځواب ویونکی دی.

هغوی جمهوررئیس ته وړاندیز وکړ چې د منتخب جمهوررئیس په توګه دې د هیواد او ولس د نېکمرغۍ، ثبات او سوکالۍ لپاره د ټولو اجماع او ملاتړ ورخپل کړي.

ولسمشر غني له دغه مشرانو د مننې تر څنګ ویلي، چې د ولسمشر په توګه یې دا مسوولیت دی چې ملي بنسټونه ورغاوي، د خلکو ستونزو ته د رسیدګي په موخه د دولتدارۍ چارې په ښه توګه سنبال کړي.

ښاغلي غني ویلي، د ټاکنو له بریالي ترسره کېدو وروسته دا زموږ ټولو مسوولیت دی چې شخصي مسایل یوه لورته کړو، له جنګ او ناورین څخه د هیواد او ولس د نجات، د باعزته سولې د تامین او د ولس ستونزو ته د رسیدګي په موخه لا سره متحد او یو ځای شو.
 
هغه زیاته کړې ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مې لارښوونه کړې چې د لاریونونو او اعتراضونو پر وړاندې د قوې د استعمال اجازه نه لري، ځکه زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ ملي پانګه ده او باید په وړو سیاستونو او اختلافونو کې ښکېل نشي.

ولسشمر وایي، د تاریخ په دې پړاوو کې موږ متحد، منسجم او ملي ټیم ته اړتیا لروچې افغانستان له څلوېښت کلن بحران څخه وباسي. هغه زیاته کړه، سوله ټولو افغانانو پورې اړه لري، ټول ولس او شخصیتونه باید په کې شامل وي.
 
محمداشرف غني دېته په اشارې چې د سولې ادرس د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دی وویل، د مذاکره کوونکي پلاوي واکونه محدود دي. پلاوي کې باید انعطاف موجود وي په دې مانا چې موضوعاتو او اړتیاوو ته په کتو به په کې بدلون راځي او موثریت به ولري.
 
هغه زیاته کړه، د مذاکراتو موخه د جنګ پایته رسېدل او د تلپاتې سولې او ثبات تامین دی. ولس سولې ته چمتو دی او دوی په تېر اوربند کې خپل ظرفیت وښوده. طالبانو ته مې پیغام دادی چې د سولې په اړه باید نتیجې ته ورسېږي او د هیواد او ولس د خدمت لپاره د ولس ارادې ته تسلیم شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي