د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو او امریکا تر منځ د تاوتریخوالي د کمولو د پرېکړې هرکلی کړی او د افغان سولې په برخه کې يې هر ډول ملاتړ ته چمتووالی ښودلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد سازمان له لوري خپره شوې خبرپاڼه وايي، دوی د طالبانو او امریکا تر منځ د افغان حکومت په مشوره هغه پرېکړه ستایي، چې د جګړې شدت کموي او یوې سرتاسري سولې ته لاره هواروي.
د اسلامي همکاریو سازمان د سکرتر جنرال ډاکټر یوسف بن احمدالعثیمین په خبرپاڼه کې ویلي، د اسلامي همکاریو سازمان د افغانانو په رهبرۍ د بین الافغاني مذاکراتو د پرمختګ په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی.
د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د کړې هوکړې پر اساس له تېرو دریو ورځو راهیسې د نسبي اوربند اوونۍ پیل شوې ده.
د همدې هوکړې پر اساس به د دغه اونۍ له پای ته رسېدو سره سم د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون هم د فبرورۍ په ۲۹ مه لاسلیک او تر هغې وروسته به بین الاافغاني خبرې پیل شي.
د امریکا ولسمشر هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې که طالبان د تاوتریخوالي کمولو یا موقت اوربند ته دوام ورکړي دی، چمتو دي، چې هوکړه ورسره لاسلیک او ان خپل نوم په کې ولیکي.
جمهورخبري آژانس:کابل