۰

روسیه:د منځني ختیځ د بې ثباتۍ لامل امریکا ده

دوشنبه ۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۰
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي، په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ او بې ثباتی اصلي لامل د امریکایي ځواکونو حضور دی.
روسیه:د منځني ختیځ د بې ثباتۍ لامل امریکا ده
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي، په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ او بې ثباتی اصلي لامل د امریکایي ځواکونو حضور دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې میخایل بوګدانوف زیاته کړې که څه هم ټرمپ ویلي، چې غواړي په سیمه کې روانو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي او په ځینو سیمو کې پوځیان راکم کړي، خو دوی پرې باوري نه دي.

نوموړي ټينګار کړي، چې دا ټرمپ دا پرېکړه کولی شي، په سیمه کې مثبت بدلون رامنځ ته کړي خو د ټرمپ پر خبرو باور نه کېږي.

هغه زیاته کړې، چې په منځني ختیځ کې د امریکا حضور د دې سیمې د بې ثباتۍ لامل شوی دی او د امریکا په شا کېدل به سیمه له روان وضعیته وژغوري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له امریکا غوښتي، چې د خپلو ګټو لپاره دې په سیمه کې بې ثباتي نه رامنځته کوي او هر څومره ژر دې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د خپلو ځواکونو د حضور پر ځای بدیلې او ګټورې لارې چارې ولټوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي