د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جمعیت ګوند له مشر صلاح الدین رباني او د ګوند له نورو غړو سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې صلاح الدین رباني په یوه ټوېټ کې ویلي، چې له خلیلزاد سره یې لیدنه پرون یکشنبې د کب ۴ مه شوې ده.
نوموړي ویلي، جمعیت ګوند د سولې په برخه کې د خلیلزاد له هڅو مننه کوي او دغه زار په لیدنه کې یې ورسره خپلې اندېښنې شریکې کړي دي.
هغه زیاته کړې، چې له خلیلزاد سره یې په هېواد کې د ټاکنو پر سره د وروستیو سیاسي کړکېچونو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
د یادونې ده، چې خلیلزاد تر دې یوه ورځ وړاندې د ولسمشر غني له لومړي مرستیال او د جنبش ګوند له مشر جنرال عبدالرشید دوستم سره هم لیدلي او پر سوله یې ورسره خبرې کړې دی.
جمهورخبري آژانس:کابل