۰
ټرمپ:

که اوربند دوام وکړي له طالبانو سره هوکړه لاسلیکوم

دوشنبه ۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۶
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، که په افغانستان کې موقت اوربند دوام وکړي، نو دی حاضر دی، چې له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړي.
که اوربند دوام وکړي له طالبانو سره هوکړه لاسلیکوم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، که په افغانستان کې موقت اوربند دوام وکړي، نو دی حاضر دی، چې له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګارډین ورځپاڼې ویلي، ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې، چې هند ته روانېدو په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وکړې.

سرچینه وايي ټرمپ په خپلو خبرو کې و ویل« هغه وخت راغلی چې خپل کور ته راوګرځو، دوی غواړي چې جنګ ودروي، تاسو پوهېږۍ چې دوی له اوږدې مودې راهیسې جنګېږي، دوی سخت ساري خلک دي، موږ کلک خلک یوو، خو له ۱۹ کلونو وروسته، دا ډېره اوږده موده ده.»

هغه له طالبانو سره د سولې هوکړې ته په اشارې ویلي«موږ فکر کوو چې دوی (طالبان) غواړي چې معامله وکړي، موږ هم غواړو چې معامله وکړو، نو فکر کوم چې دا نتیجه لرلی شي.»

د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ پیل شوې ده.

د امریکا ولسمشر وایي، که دا موقت اوربند دوام وکړي، نو دی چمتو دی، چې له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

که د تاوتریخوالي کمولو پر ژمنه دواړه لوري ټینګ ودرېږي نو ټاکل شوې، چې د روانې فبرورۍ په ۲۹ مه د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه لاسلیک او تر هغې وروسته په ۱۰ ورځو کې بین افغاني خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي