ولسمشرغني د یو حکم په ترڅ کې یوه دولتي پلاوي ته دنده سپارلې چې، راتلونکو پنځو ورځو کې د لوړې مراسمو ته بندوبست وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر په دغه حکم کې، چې پرون شنبې د کب ۳ مه صادر شوی، راغلي، چې دغه کمېسیون به د سیمه ییزه ارګانونو ادارې مشر عبدالمتین بیک په مشرۍ او د پروان د والایتي شورا مرستیال، په معاونیت جوړېږي.
د یاد حکم پر اساس د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست، د پوځ مشر، په ولسي او سیاسي چارو کې د ملي امنیت شورا مرستیال، د ولسمشرۍ ماڼې د چارو ادارې سرپرست، په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر، او د ولسمشرۍ ماڼۍ ارشد سلاکار شاه حسین مرتضوي هم د دغه کمېسیون غړي دي.
دغه راز په دې حکم کې فاع، کورنیو چارو او ترانسپورت وزارتونو، ملي امنیت عمومي ریاست، کابل ښاروالی او نورو ادارو ته سپارښتنه شوې، چې د لوړې مراسم په ترسره کېدو کې له کمېسیون سره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د یاد کمېسیون نن یکشنبې په همدې اړه مقدماتي غونډه کړې ده.
د هغه په وینا کمېسیون هڅه کوي، په ټاکل شوي وخت کې د لوړې د مراسمو لپاره ټول اړین چمتوالی ونیسي.
که څه هم تر اوسه د لوړې مراسم د ترسره کېدو کره نېټه نه ده معلومه خو ویل کېږي چې د راتلونکې پنشنبې په ورځ به دغه مراسم تر سره شي.
د یادونې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره اوونۍ ولسمشر محمد اشرف غني د دوهم ځل لپاره د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکي اعلان کړ او هغه ته یې باورلیک ورکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل