۰

امریکا د ځانګړو عملیاتو د تنظیم یوه ډله افغانستان ته لېږي

یکشنبه ۴ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۱۳
امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ځانګړو عملیاتو د تنظیم یوه ډله به په نېږدې راتلونکې کې افغانستان ته ولېږل شي.
امریکا د ځانګړو عملیاتو د تنظیم یوه ډله افغانستان ته لېږي
امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ځانګړو عملیاتو د تنظیم یوه ډله به په نېږدې راتلونکې کې افغانستان ته ولېږل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو زیاته کړې، چې د کلورېدا د ملي ګارد یوه ډله به په نېږدې ورځو کې افغانستان ته ولېږل شي، چې هلته به له امریکايي ځواکونو سره د عملیاتو په تنظیم او پلانولو کې همکاري کوي.
 
سرچینه زیاتوي، دغه دېرش کسیزه ډله به یو کال په افغانستان کې فعالیت کوي.

امریکایي چارواکو ویلي، دوی په دوره يي توګه خپل سرتېري بدلوي او اړتیا ته په کتو ځینې ځانګړې ډلې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د کمزوریو د له منځه وړلو لپاره لېږي.

امریکا داسې مهال دغه ډله افغانستان ته لېږي چې له طالبانو سره د هوکړې تر لاسلیک وروسته باید دوی خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي