۰

لوګر کې د سولې په اړه د دیني عالمانو ګرځنده کمپاین

شنبی ۳ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۱
لوګر ولایت کې یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو د نسبي اروبند هرکلی کړی او د تلې پاتې سولې او اوربند لپاره یې ګرځنده کمپاین پیل کړی.
لوګر کې د سولې په اړه د دیني عالمانو ګرځنده کمپاین
لوګر ولایت کې یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو د نسبي اروبند هرکلی کړی او د تلې پاتې سولې او اوربند لپاره یې ګرځنده کمپاین پیل کړی.

د جمهور آزانس د خبر له مخې دغه دیني عالمان او قومي مشرانو نن شنبې د کب ۳ مه خپل کمپاین پیل کړی وایي، کور په کور، جومات په جومات ګرځي تر څو خلک د سولې د روانو خبرو ملاتړ وکړي او دا پروسه نوره هم غښتلې کړي.

د قومي مشرانو په وینا ټول افغانان د سولې او ثبات په راوستو کې مسوول او دنده یې ده، چې په دې پروسه کې هر یو تر خپل توان پورې کار وکړي.

د دوی په وینا د جګړې قرباني یوازې افغانان دي او ګټه یې نورو ته رسېږي نو ځکه باید خپله افغانان لاس په کار شي او سولې ته کار وکړي.

دغه دیني عالمان او قومي مشران وایي، یاده پيغام کليو او بانډو ته ورسوي او له ځان سره داسې کسان ملګري کړي چې غواړي د سولې په برخه کې کار وکړي او دغه کاروان لا غښتلی کړي.

دیني عالمان وايي، د سولې لپاره د پخوا په پرتله ښه زمینه برابره شوې او دا د فرد فرد مسوولیت دی، چې د سولې په اړه خپل غږ پورته او دا پروسه لا غښتلې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او طالبانو د هوکړې پر اساس د تېرې شپې له ۱۲ بجو په ټول افغانستان کې د جګړې د ښکېلو غاړو تر منځ د تاوتریخوالي اوونۍ پیل شوې.

دا لړۍ به یوه اوونۍ دوام وکړي، چې په پای سره به یې ټاکل شوې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون هم لاسلیک شي.

د تاوتریخوالي کمولو څخه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې خلکو په خوښیو، ډولونو او اتڼو هرکلی او ملاتړ کړی او د جګړې پر ښکېلو غاړو یې غږ کړی، چې د تل لپاره ډز بندیز وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي