۰

کاپيسا کې د دوه ښځو په ډګډون ۱۲ داعشیان وژل شوي دي

شنبی ۳ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۵
سیمه ییز چارواکي وایي، کاپیسا ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ۱۲ غړي وژل شوي، چې دوه په کې ښځې دي.
کاپيسا کې د دوه ښځو په ډګډون ۱۲ داعشیان وژل شوي دي
سیمه ییز چارواکي وایي، کاپیسا ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ۱۲ غړي وژل شوي، چې دوه په کې ښځې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کاپيسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش زیاتوي، چې دغه عملیات د ملي امنیت ځواکونو له خوا د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوي.

نوموړي زیاته کړه، دغه عملیات چې تېره شپه ناوخته پیل شوي و په کې ۱۲ داعشیان وژل شوي، چې دوه په کې ښځې دي.

د هغه په وینا په عملیاتو کې درې نور وسله وال هم ټپيان شوي او شپږ تنه یې نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کاپیسا
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي