۰
ملګري ملتونه:

جګړو تیر کال لس زره ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

شنبی ۳ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۵
ملګرو ملتونو په یوه تازه خپاره کړې راپور کې ویلي، چې جګړو په تېر کال کې لس زره ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
جګړو تیر کال لس زره ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
ملګرو ملتونو په یوه تازه خپاره کړې راپور کې ویلي، چې جګړو په تېر کال کې لس زره ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه راپور کې ویل شوي، چې په تېر کال کې د جګړو له امله ۳۴۰۳ کسه ملکیان وژل شوي او ۶۹۸۹ کسان نور ټپیان دي.

راپور کې ټینګار شوي، چې اوس وخت د دې دی، چې ښکېلې خواوې د سولې لپاره له رامنځ ته شوي فرصت څخه پوره ګټه پورته کړي.

په دې راپور کې د یونما د مشر له خولې ویل شوي، چې د سولې لپاره غوره فرصت رامنځ ته شوی نو ښکېلو لورو ته په کار ده چې دغه فرصت ضایع نه کړي او د دایمي سولې لپاره ګټه ترې واخلي.

ملګرو ملتونو په دې اعلامیه کې د تاوتریخوالي کمولو له روان بهیر هم هرکلی کړی دی او هیله یې څرګنده کړې چې دلته روانه جګړه پای ته ورسېږي.

د یادونې ده، چې د جګړې د ښکېلو لورو له خوا د تېرې شپې له ۱۲ بجو راهیسې د نسبي اوربند یا تاوتریخوالي کمولو اوونۍ پیل شوې ده.

دغه لړۍ به تر یوې اوونۍ پورې دوام وکړي او ټاکل شوې، چې د کب میاشتې په لسمه نېټه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه هم لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي