۰

د جګړې د ښېکلو غاړو له خوا د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ پیل شوه

شنبی ۳ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۰۰
د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې پر اساس دواړو لورو په رسمی ډول په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ د پیل خبر ورکړی دی.
د جګړې د ښېکلو غاړو له خوا د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ پیل شوه
د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې پر اساس دواړو لورو په رسمی ډول په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ د پیل خبر ورکړی دی.

د جمهورآژانس د خبر له مخې دغه لړۍ د تېرې شپې د ۱۲ بجو څخه پیل شوې او تر یوې اوونۍ پروې به دوام ولري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه اوونۍ د پیل په اړه ملت ته وینا کې ویلي خپلو ځواکونو ته یې امر کړي، چې په دې مرحلې کې به پر طالبانو بریدونه نه کوي.

خو په وینا یې داعش، القاعده او نوروې ترهګرې ډلې له دې مثتثا نه دي او پر ضد به یې عملیات روان وي.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو د تاوتریخوالي کمولو د اعلان او پیلېدو هرکلی کړی وایي، دا دا ۷-ورځنی بهیر یوې دایمي او تلپاتې سولې ته لار پرانیستلی شي.

یو ناما پرون په یوې اعلامیې کې ویلي، په افغانستان کې د ټولو ډلو سره کار کولو ته ژمنه ده او د افغانانو په مشرۍ د یو ټول شموله داسې پروسه چې ښځې، اقلیتونه او ځوانان په کې دخیل وي، د ټولو بشري حقونه خوندي شي او په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې راتلو ته لار هواره شي ملاتړ کوي.

یوناما همدغه راز په ټولو ښکېلو غاړو غږ کړی چې د تاوتریخوالي د کمولو نورې لارې چارې هم ولټوي چې ولسي تلفات کم او بند شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي