۰

ولسمشرغني له زلمي خلیلزاد او مارک پوتزل سره پر سوله خبرې کړې

پنجشنبه ۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۳
ولسمشر غني د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د افغانستان او پاکستان لپاره د المان له ځانګړي استازي مارک پوتزل سره لیدلي دي.
ولسمشرغني له زلمي خلیلزاد او مارک پوتزل سره پر سوله خبرې کړې
ولسمشر غني د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د افغانستان او پاکستان لپاره د المان له ځانګړي استازي مارک پوتزل سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه دواړه لیدنه پرون چهارشنبې د سلواغې ۳۰ مه په ارګ کې لیدلي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه لیدونو کې دواړو لورو د افغان سولې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزه مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې له خلیلزاد سره لیدنه کې د تاوتریخوالي د پام وړ کمولو پر جزئیاتو او د افغان حکومت له لوري د هغه د مدیریت د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې ویل وشي، ولسمشر د مونیخ له ناستې وروسته د والیانو، امنیتي او دفاعي سکتور رهبرۍ، د قول اردوګانو او ولایتونو امنیه قومندانانو او د ولایتي شوراګانو له مشرتابه او غړیو سره د سولې ترسره شوې مشورتي غونډې ګټورې او ارزښتمنې وبللې وې ویل، په دې اړه به د مشورو لړۍ دوام ولري.

په ورته وخت کې خلیلزاد د هغو ګامونو په اړه چې د تاوتریخوالي له کمولو وروسته اخېستل کېږي، ولسمشر غني ته معلومات ورکړل.

بل خوا ولسمشر د مارک پوتزل سره په کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییزه مسایلو او د افغانستان د سولې پروسه کې د وروستیو انکشافاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي