المان: په وسله والو بریدونو کې ۸ تنه وژل شوي دي

1 حوت 1398 ساعت 8:36

په المان کې په دوه جلا وسله والو بریدونو کې ۸ تنه وژل شوي دي خو تر اوسه د بریدونو انګېزه نه ده معلومه شوې.


په المان کې په دوه جلا وسله والو بریدونو کې ۸ تنه وژل شوي دي خو تر اوسه د بریدونو انګېزه نه ده معلومه شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې الماني رسنۍ وايي، پښې د هانایو ښار په دوه بېلا بېلو سیمو کې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په یوه پېښه کې پنځه تنه او په بله هغې کې درې تنه په ډزو وژل شوي دي.

ویل کېږي په دغه بریدونو کې پنځه تنه نور ټپیان شوي هم دي.

پولیس وایي، دوی پلټنې بیل کړې، خو بریدګر په تېښته بریالي شوي او د نیولو هڅې یې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 125181

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125181/

جمهور
  https://www.jomhornews.com