۰

اروپايي ټولنې ولسمشر غني ته د ټاکنو د ګټلو مبارکي ویلې ده

پنجشنبه ۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۹
اروپايي ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ولسمشر محمد اشرف غني ته د انتخاباتو ګټلو مبارکي ویلي او ډاډ یې ورکړي، چې دغه ټولنه به د ښاغلي غني تر مشرۍ لاندې نوي حکومت سره په ګډه کار وکړي.
اروپايي ټولنې ولسمشر غني ته د ټاکنو د ګټلو مبارکي ویلې ده
اروپايي ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ولسمشر محمد اشرف غني ته د انتخاباتو ګټلو مبارکي ویلي او ډاډ یې ورکړي، چې دغه ټولنه به د ښاغلي غني تر مشرۍ لاندې نوي حکومت سره په ګډه کار وکړي.

دغه راز د یادنې ټولنې د بهرنیو اړیکو او سیاسي پالیسۍ لوړ پوړي استازي جوسیپ بوریل هم ولسمشر غني ته تلېفون کړی او د ټاکنو ګټلو مبارکي یې ورکړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې ویل شوي، دوی دې ته سترګې په لار ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې د افغانستان د نوي حکومت سره په ګډه کار وکړي.

اعلامیه کې د ټاکنیزو کمېسیونونو کار هم ستایل شوی او ویلي یې دي، اروپايي ټولنه د ټاکنو د نظم ادارې ستايي چې د ننګونو سره یې خپل کار وکړ.

همدارنګه جوسیپ بوریل ویلي، اروپایي ټولنه تل په افغانستان کې د اساسي او اداري کاري چوکاټونو ملاتړ کړی دی.

نوموړي د ښاغلي غني دا ژمنه هم ستایلې، چې داسې یو حکومت به جوړوي چې ټولو ته پکې برخه ورکړل شي او د ټولو خواو استازي پکې شامل وي.

دغه اروپایي چارواکي ټینګار کړی چې تر دې وروسته مهم اقدام باید د ټول شموله سولې پروسې د ملاتړ لپاره د یووالي یقیني کول وي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې اروپايي ټولنه د سولې پروسې ملاتړ ته چمتو ده او د سولې دا فرصت باید د لاسه ورنه کړل شي.

بوریل زیاته کړې، چې اروپایي ټولنه په افغانستان کې په اوږ مهال کې د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو ملاتړ کوي چې د قانون حاکمیت لا قوي شي چې دا د ټول افغان ولس اساسي حق دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي