۰

مسلم یار: د سولې پروسه کې نباید تېرې تېروتنې تکرار شي

چهارشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۳
د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلم یار وايي، نه باید تېرې تېروتنې په ځانګړي ډول د بن د ناستې تېروتنه یو ځل بیا د سولې پروسه کې تکرار شي.
مسلم یار: د سولې پروسه کې نباید تېرې تېروتنې تکرار شي
د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلم یار وايي، نه باید تېرې تېروتنې په ځانګړي ډول د بن د ناستې تېروتنه یو ځل بیا د سولې پروسه کې تکرار شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مسلم یار چې نن چهارشنبې د سلواغې ۳۰ مه د لویې جرګې خیمه کې د شوري و وتلو لمانځ غونده کې وینا کوله و ویل، چې افغان حکومت باید په اتفاق او یووالي په پام کې نیولو سره د سولې پیغام بدره او دا پروسه مخ ته یوسي.

ښاغلي مسلم یار ټینګار وکړ، هغه کسان چې په دولت کې دي او که بهر دي داسې بحثونه باید پیل نه کړي، چې په پایله کې یې تېر تاریخ یو ځل بیا تکرار شي.

نوموړي هیله وښودهو چې په هېواد کې نور د بد تاریخ او تېروتنو ټغر ټول او هېڅ هم دغه تېروتنې تکرار نه کړي او ټول سیاسیون او مشران باید په ګډه د سولې د هوکړې پر څرنګوالي خبرې وکړي او یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

د هغه په وینا دا مهم نه ده، چې هر څه حکومت یا سیاسیون وایي، هغه دې ومنل شي، بلکې مهمه دا ده، چې تفاهم وشي ځکه د افغانستان خلک سوله غواړي.
 
ښاغلي مسلم یار و ویل، چې د بن په کنفرانس کې هم په بېړه تصمیم ونیل شو او یو طرف ترې د باندې پاتې شو، چې په ترڅ کې یې تر نن پورې افغانان قرباني ورکوي.

د مسلم یار په خبره د سولې پروسه کې د یوه سیاسي لوري څنګ ته کول د هېواد، نظام او خلکو په ګټه نه دي او نه هم سولې ته پرې رسېدای شو.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي