د ولسمشرغنی لومړي مرستیال او د ثبات او همپالنې ټیم ارشد غړی جنرال عبدالرشید دوستم وايي، د ټاکنو د پایلو اعلان ورته د منلو نه دی او دوی د ډاکتر عبدالله عبدالله د دریځ ملاتړ کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي چې نن چهارشنبې د سلواغې ۳۰ مه جوزجان کې خپلو پلویانو ته وینا کوله و ویل، چې ټاکنو کمېسیون درغلي کړې او ټاکنې عبدالله ګټلې.
دوستم د عبدالله د تېرې شپې د خبرو چې موږ ګټونکي یو او ټول شموله حکومت به جوړ کړو ملاتړ وکړ، او پر خپلو پلویانو یې غږ وکړ، چې جشن ونیسي.
نوموړي و ویل، چې ډېر ژر به د عبدالله عبدالله په مشرۍ داسې یو حکومت اعلان کړي، چې د افغانستان ټول قومونه به پکې برخه ولري.
جنرال دوستم خبرداری ورکړ، چې هېڅ داسې نظام چې د جوزجان خلک پکې ځای ونه لري منځ ته نشي راتلی.
هغه و ویل«حق اخستل کېږي ورکول کېږي، نه د هېڅ پټکې مه ډارېږي په مېړانه د خپل حق غوښتنه وکړۍ سړکونو ته راووځي او خپل جشن ولمانځۍ.»
نوموړي دا هم و ویل، چې اوسني حوصله یې د دې په خاطر ده، چې حالت کوم لوري ته درومي، خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل، چې له صبر څخه یې موخه څه ده.
خو دا یې و ویل، چې ډېر ژر به د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او نورو چاروکو سره ناسته ولري.
دوستم دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون د ټاکنو کمېسیون د ۱۳۹۸ ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان او ولسمشر محمد اشرف غني یې د ۵۰.۶۴ رایو په اخیستو د اساسي قانون سره سم منتخب ولسمشر اعلان کړ.
خو تر دغه اعلان څو ساعته وروسته عبدالله په یوه کنفرانس کې و ویل، چې د ټاکنو پایلې نه مني، ګټونکي دوی دي، او ډېر ژر به یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض