د جمعیت ګوند اجرائیه رییس استاد عطامحمد نور د ولسمشرۍ ټاکنو د ورستۍ پایلې د اعلان او د ولسمشر غني د بریالي کېدو د هرکلي تر څنګ ټینګار وکړ، چې د ثبات او همپالنې ټیم له خوا د هر ډول بحران رامنځ ته کول د دښمن په ګته دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نور تېره شپه د سلواغې ۲۹ مه په یوه اعلامیه کې ویلي، له ګڼو ستونزو او خنډونو سره د ټاکنو د ورستیو پایلو اعلان د ولسوالۍ پر لور یو مهم ګام دی او دغه بریالیتوب دې د افغانستان ځورېدلو خلکو او ولسمشر محمد اشرف غني ته مبارک وي.
نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د حکومت په تکشیل سره به د هېواد سیاسي او اقتسادي وضعیت ښه شي او افغانستان به د ثبات او هوساینې په لور ولاړ شي.
ښاغلي نور ټینګار کړي، چې اوس د ملت سترګې د سولې پروسې ته دي، چې د طالبانو سره سوله وشي او هیله ده، چې دغه ارمان ته د رسېدو لپاره ملي اجماع او یو والي رامنځ او سولې او امنیت په میدان کې هم ګټونکي شو.
هغه ویلي د افغانستان متکثر او متنوع ټولې ته په پام سره هیله ده، چې د یوې پراخې قاعد پر اساس چې ټول قومونه په کې ځان وګوري حکومت تشکیل شي تر چې د نظام د لا مشروعیت او ثبات لامل شي.
ښاغلي نور ټینګار کړي، چې د تاوتریخوالي او خنډونو رامنځ ته کول په هېڅ صورت د ملت په خیر نه دي نو ځکه د ثبات او همپالنې له متحرم ټیم څخه چې په سر کې یې ډاکتر عبدالله دی، تمه ده، چې له هر ډول بحران رامنځ ته کولو ډډه وکړي او خپله انرژي د سولې او ثبات په برخه کې ولګوي.
دغه راز ښاغلي نور پر ملت هم غږ کړي، چې خپل یووالي، تړون وساتي او د ملي یووالي او نظام د تقویت او ولسوالۍ لپاره کار وکړي.
د هغه په وینا ټاکنې بریالیتوب او ناکامي لري، ولې په دې وخت کې تر بل هر وخت ملي یووالي او وحدت ته اړتیا ده، ځکه د هر ډول بحران رامنځ ته کول تېرو لاس ته راوڼو ته لویه ضربه ده، چې دموکراسي زیانموي او ګټه یې د افغانستان د دښمنانو ده.
د یادونې ده، چې ټاکنو کمېسیون پرون د سلواغې ۲۹ مه ولسمشر محمد اشرف غني د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په اخیستو سره د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو بریالي او منتخب ولسمشر وټاکه.
خو د ثبات او همپالنې ټیم د ټاکنو کمېسیون اعلان شوې پرېکړه ونه منله، ځای یې بریالی اعلان کړ او د موازي حکومت د جوړېدو خبر یې ورکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل