۰
د ټاکنو کمېسیون:

د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې به نن یا سبا اعلان شي

سی شنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۹
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د رایو بیا شمېرنه او ځانګړی تفتیش پای ته رسېدلی او په قوي ګومان چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې به نن یا سبا اعلان شي.
د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې به نن یا سبا اعلان شي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د رایو بیا شمېرنه او ځانګړی تفتیش پای ته رسېدلی او په قوي ګومان چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې به نن یا سبا اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي جمهور خبري آژانس ته وو«ممکن د ټاکنو وروستۍ پایلې نن سه شبنې د سلواغې ۲۹ مه اعلان شي.»

که څه هم ابراهیمي په دې اړه نور جزیات ورنه کړل، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې کمېسیون نن ۳:۳۰ بجې په دې اړه کنفرانس لري.

نوموړي و ویل، چې په دغه کنفرانس کې به ټول جزیات له ولس سره شریک شي، چې آیا د ټاکنو وروستۍ پایلې نن اعلان شي او که سبا.

ښاغلي سادات د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د لومړۍ پړاو ټاکنې ګټونکی لري که نه، ویل چې دا له وخته وړاندې ده او ټول جزیات به په خبري کنفرانس کې معلوم شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د ولسمشر غني لومړي مرستیال او د جنبش اسلامي ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم او د وحدت اسلامي ګوند مشر کریم خلیلي وویل که ټاکنې د دوی په ګټه اعلان نشي د عبدالله عبدالله په مشرۍ موازي حکومت به رامنځته کړي.

عبدالله عبدالله هم تېره ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې د ټاکنو د پایلو په اړه د ده او د « ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټېم د مشرانو دریځ یو او روښانه دی.

خو د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي نن سې شنبه په یو مطبوعاتي کنفراس کې وویل چې د اساسي او ټاکنیزو قوانینو په اساس په مشروع ډول د واک انتقال یوازې د خلکو لخوا د ټاکنو له لارې انتقالیږي.

هغه وویل، په ټاکنو کې ټول شکېل اړخونه باید د خلکو ارادې، د ټاکنو قانون او د ټاکنو خپلواکو بنسټونه ته احترام ولري.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي