۰
واشنګټن ټایمز:

طالب قومندانانو ته تر اوسه د جګړې د کمولو امر نه دی شوی

سی شنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۱
امریکايي واشنګټن ټایمز ورځپاڼه وايي، طالب قوماندانانو تر اوسه د جګړې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه کوم فرمان نه دی تر لاسه کړی.
طالب قومندانانو ته تر اوسه د جګړې د کمولو امر نه دی شوی
امریکايي واشنګټن ټایمز ورځپاڼه وايي، طالب قوماندانانو تر اوسه د جګړې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه کوم فرمان نه دی تر لاسه کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې زیاتوي سره له دې چې د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي په کمولو هوکړه شوې او طالبانو د فبرورۍ ۲۲ مه د تاوتریخوالي کمولو د پیل نېټه اعلان کړې، خو له دې سره سره یې په تازه پېښو کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي دي.

ورځپاڼه د جګړې له ډګره د طالب قوماندانانو په حواله وایي، چې تر اوسه یې د جګړې د کمولو او یا درلو په اړه کوم فرمان نه دی تر لاسه کړی، نو ځکه خپلو عملیاتو ته ادامه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پرون تازه په کندوز کې د افغان ځواکونو په یوه مرکز په برید کې ګڼ شمېر افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي