۰

کوټه کې د شوې چاودنې مرګ ژوبله ۵۸ تنو ته ورسېده

سی شنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۲
له ډېورنډ کرښې پورې غاړې د بلوچستان ایالت په مرکز کوټ کې د شوې چاودنې له امله ۵۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کوټه کې د شوې چاودنې مرګ ژوبله ۵۸ تنو ته ورسېده
له ډېورنډ کرښې پورې غاړې د بلوچستان ایالت په مرکز کوټ کې د شوې چاودنې له امله ۵۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون دوشنبې د سلواغې ۲۸ مه هغه مهال د کوټې ښار کې رامنځ ته شوې، چې د اهل سنتو یوې مذهبي غړي د یوې غونډې لپاره راټول شوي وو.

د کوټې د پولیسو مشر عبدالرازق چیمه وایي، چاودنه د همدې مذهبي ډلې د مطبوعاتي مرکز مخې ته شوې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

په ورته وخت کې د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني وايي، په دغه چاودنه کې ۲۳ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا په وژل شویو کسانو کې دوه پولیس سرتېري هم شامل دي او نور ټول ولسي وګړي دي.

د پېښې ټپیان د کوټې سېول روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي، چې د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

په دغه چاودنه کې ودانیو او موټرونو ته هم زیان اوښتی او پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه چاودنې مسوولیت نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي