د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شکایتونو کمېسیون د پرېکړې سیمه سم د شکمونو او جنجالي رایو د بیا شېمر او ځانګړي تفتیش د پای ته رسېدو خبر ورکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد کمېسیون نن دوشنبې د سلواغې ۲۸ مه له غرمې وروسته خپره کړې خبرپاڼه کې ویل، چې په بدخشان، تخار، سرپل، فاریاب، غزني، ننګرهار، هلمند، کندهار او کابل کې د شکایتونو د کمېسیون او انتخاباتي ټکټونو د ناظرینو پر وړاندې د بیا رای شمېرنې او ځانګړي تفتیش پروسه سر ته رسېدلې ده.
کمېسیون ویلي، چې د نورو پاتې ولایتونو د فورمو له رسېدو او مرکزي سیتسم سره تر تطبیق وروسته به د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل