۰
عمران خان:

تر چې افغان کډوال وي، د ترهګرو د پټنځایونه مسوولیت نه شو اخیستی

دوشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۴
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، تر چې افغان کډوال په پاکستان کې مېشت وي، دوی نه شی کولی د ترهګرۍ پټنځایونه معلوم او بند کړي.
تر چې افغان کډوال وي، د ترهګرو د پټنځایونه مسوولیت نه شو اخیستی
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، تر چې افغان کډوال په پاکستان کې مېشت وي، دوی نه شی کولی د ترهګرۍ پټنځایونه معلوم او بند کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان چې نن دوشنبې د سلواغې ۲۸ مه اسلام آباد کې د افغان کډوالو په اړه یوه نړیوال کنفرانس کې وینا کوله، د افغان حکومت دا خبره په اشاروي ډول رد کړه، چې ګڼې د ترهګرو مرکزونه په پاکستان کې دي.

نوموړي د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش څرګندونو ته و ویې ویل، پاکستان کې مېشتې ترهګرې ډلې د افغان کډوالو له کمپونو څخه د جګړې لپاره جنګیالي ګوماري غبرګون کې زیاته کړه، چې پاکستان کې د ترهګرو پټڼځایونه نشته دي.

خو په وینا یې که د ترهګرو کوم پټنځای وي هم هغه به د افغان کډوالو په کمپونو کې وي، چې د یوه هېواد لپاره د ټولو کمپونو لټول او په کې د ترهګرو پټځایونه له منځه وړل ستونزمن او ناممکن کار دی.

عمران خان و ویل«ښاغلي دانش پاکستان کې د ترهګرو پټځایونو ته اشاره وکړه، زه وایم دلته د ترهګرو مرکزونه نشته، که وي هم هغه د افغان کډوالو په کمپونو کې دي، چې د یوه هېواد لپاره د ټولو کمپونو لټول ستونزمن کار دی، تر څو چې افغان کډوال پاکستان کې وي، موږ نه شو کولی د دغه تور مسوولیت واخلو، که افغان کډوال و وتل او له هغې وروسته داسې څه و، موږ یې مسوولیت اخلو.»

نوموړي و ویل، چې ټولنې نړۍ ته معلومه ده، چې پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کې په کلکه ولاړ دی، په دې برخه کې یې قرباني هم ورکړې ده.

هغه دا خبرې هم رد کړې، چې ګنې د افغانستان او افغان سولې په اړه د پاکستان د ملکي او نظامي ادارو ترمنځ د نظر توپیر دی، بلکې ویې ویل، چې دوی په ټول کې په افغانستان کې د سولې او ثبات پلوي دي او ملاتړ یې کوي.

عمران خان وايي، پاکستان نه یوازې د افغان سولې لپاره د اسانچارو رامنځ ته کولو هڅه کوي، بلکې دعا هم ورته کوي، چې په دغه هېواد کې سوله تينګه شي.

خان و ویل«زما په باور افغانانو په تېرو ۴۰ کلونو کې په نړۍ کې تر ټولو زیات رنځ تېر کړی، زه په اخلاص ورته دعا کوم چې سولې ته ورسېږي، موږ ټول غواړو چې افغانستان کې سوله ټینګ شي، د افغانستان خلک د سولې وړ دي، موږ د انسانانو په توګه تمه لرو، چې دغه خلک نور له دې ناورین څخه خلاص شي.»

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړه، چې دوی په دې باور دي، چې د افغانستان د ستونزې او جګړې دوام د پاکستان په ګټه نه دی، نو ځکه پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي.

دی وایي، چې د پاکستان او افغانستان د خلکو د هوساینې او پرمختیا لپاره په سیمه کې سولې او امن ته اړتیا ده، تر څو دواړه هېوادونه وکولی شي د مرکزي آسیا هېوادونو ته لار پیدا کړي.

عمران خان د پاکستان او افغانستان تر منځ ښې او دوستانه اړیکي کولی شي د دواړو هېوادونو وګړي هوساینې او رفا ته ورسوي او دغه راز اقتصادي پرمختګونه رامنځ ته کړي.

د پاکستان لومړي وزیر په خپلو خبرو کې له خپل هېواد څخه د افغان کډوالو په بېرته ستنېدا ټینګار وکړ، ویې ویل، تر چې افغان کډوال په پاکستان کې وي، دوی نه شي کولي د ترهګرو د پټځایونو د شتون مسوولیت ومني.

دا په داسې حال کې ده، چې په همدې کفرانس کې د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش و ویل، چې پاکستان کې مېشتې ترهګرۍ ډلې د افغان کډوالو له کمپونو څخه د افغان جګړې لپاره کار اخلي او جنګیالي له همدې ځایه جذبوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي