۰
ولسمشرغني:

افغان دولت او افغانان د ۴۰ کلنې جګړې پای ته رسولو ته چمتو دي

دوشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۳
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې افغان دولت او د افغانستان خلک د ۴۰ کلنې جګړې پای ته رسولو ته پوره ژمن او چمتو دي.
افغان دولت او افغانان د ۴۰ کلنې جګړې پای ته رسولو ته چمتو دي
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې افغان دولت او د افغانستان خلک د ۴۰ کلنې جګړې پای ته رسولو ته پوره ژمن او چمتو دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون یکشنبې د سلواغې ۲۷ مه د مونیخ کنفرانس په څنډه کې د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس سره لیدنه کې کړې دي.

د ارګ خبرپانه وايي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې په پروسه او د جګړې پای ته رسولو لپاره د افغان حکومت د ژمنتیا په اړه خبرې وکړې.

خبرپانه وايي، فرصتونو او ګواښونو په اړه خبرې وکړې ویې ویل، چې د افغان دولت یوازی اساسي هدف په هېواد کې د څو کلنې جګړې پای ته رسول او تل پاتې سوله ټینګېدل دي.

سرچینه زیاتوي ښاغلي غني دغه راز د سولې او جګړې د پای ته رسېدو لپاره پر ملي او سیاسي اجماع هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې حکومت په افغانستان کې د ۴۰ کلنې جګړې پای ته رسولو ته پوره ژمن او چمتو دی.

ښاغلي غني ویلي، دا چې د سولې پروسه خورا پېچلي پړاونه په مخکې لري، نو باید په پوره تدبیر او عقلانیت مخ ته یوسي، چې په وینا یې له نېکه مرغه دا سیاسي او اجتماعي وړتیا په ټولنه کې لوړه شوې او کولی شو، چې په دې پروسه کې ستونزمن تصمیمونه ونیسو.

نوموړي زیاته کړې، چې په نېږدې راتلونکې کې به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، د ټولنې له بېلا بېلو پاړکیو، مدنې ټولنې او سیاسي کړیو سره په دې اړه سلا مشورې پیل کړي او هغوی له له شته فرصتونو او ګواښونو خبر کړي.

د ارګ خبرپاڼه په ورته وخت کې د المان د بهرنیو چارو وزیر له قوله وایي، چې هېواد یې د سولې په برخه کې د افغان دولت او امریکا له هڅو ملاتړ کوي، تر څو د افغانستان خلک تل پاتې سولې ته ورسېږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې هېواد به یې د افغانستان د حکومت او خلکو تر څنګ ولاړ وي او دغه راز به د تېرو لاس ته راوڼو د ساتنې څخه ملاتړ وکړي.

په ورته وخت کې خبرپاڼه وایي، ولسمشر په همدې ورځ مازیګر مهال د برېتانیا د کابینې او ملي امنیت له وزیر مارک سیدویل سره هم کتلي دي.

خبرپاڼه وایي، په دغه لیدنه کې دواړه لورو د دوه اړخیزه اړیکو، سولې پروسې، سیمه ییزه مسایلو، د افغانستان د امنیت او په بېلا بېلو برخو کې له افغانستان څخه د برېتانیا په ملاتړ بحث وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي