۰
د ټاکنو کمېسیون:

په مرکزي دفتر کې ځانګړې تفتیش پای ته ورسېده، ژر به د ټاکنو پایلې اعلان کړو

دوشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۱
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په مرکزي دفتر کې د رایو ځانګړی تفتیش پای ته رسېدلی او ډېر ژر به د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي.
په مرکزي دفتر کې ځانګړې تفتیش پای ته ورسېده، ژر به د ټاکنو پایلې اعلان کړو
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په مرکزي دفتر کې د رایو ځانګړی تفتیش پای ته رسېدلی او ډېر ژر به د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کمېسیون نن دوشنبې د سلواغې ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویي، چې په مرکزي دفتر کې ځانګړی تفتیش د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون او انتخاباتي ټکټونو د ناظرینو او څارونکو په شتون کې په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

خبرپانه وایي، د تر لاسه شویو راپورونو پر اساس د بدخشان، تخار، سرپل، فاریاب، غزني، ننګرهار، هلمند، کندهار او کابل څخه د غزني، هلمند او سرپل ولایتونو د رایو بیا شمېرنه د شکایتونو کمېسیون له پرېکړې سره سمه پای ته رسېدلې ده.

ټاکنو کمېسیون ټینګار کړي، چې د رایو بیا شمېرنې پروسه او ځانګړی تفتیش د شکایتونو کمېسیون له پرېکړو سره سم د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا پیل شوی او ټاکل شوې، چې په پای ته رسېدو به یې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ثبات او همپالنې ټیم پرون یو ځل بیا په یوه مطبوعاتي ناسته کې د ټاکنو کمېسیون په ځانګړي تفتیش کې هم په درغلۍ او خپل سرۍ تورن کړ او ګواښ یې وکړ، چې که د دوی غوښتنې په پام کې ونه نیول شوي، له ټاکنو سره به پرېکوڼ اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي