۰
د ملګرو ملتونو سرمشنی:

افغان سوله له نېږدې تعقیبوم، هیله ده د تاوتریخوالي کموالی رغنده پایلې ولري

دوشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۵
د ملګرو ملتونو سرمشنی انتونیو ګوتریش وایي، افغان سوله له نېږدې څاري او تمه لري، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کموالی رغنده پایلې ورکړي.
افغان سوله له نېږدې تعقیبوم، هیله ده د تاوتریخوالي کموالی رغنده پایلې ولري
د ملګرو ملتونو سرمشنی انتونیو ګوتریش وایي، افغان سوله له نېږدې څاري او تمه لري، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کموالی رغنده پایلې ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوتریش دغه څرګندونې پرون یکشنبې د سلواغې ۲۷ مه د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د افغان کډوالو په جوړ شوي کفنرانس په درشل کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته دغه څرګندونې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې د افغان سولې د ټینګښت هڅې له نېږدې تعقیبوي او د تاوتریخوالي کمښت د سیاسي جوړجاړي او دایمي اوربند لپاره حیاتي دی.

د ملګرو ملتونو سرمشنی زیاته کړې، چې کړکېچ ته د هر اړخیز حل ترلاسه کول د ژوند ژغورلو او دوامداره پرمختګ لپاره اړین دی او دا مې هیله ده، چې د تاوتریخوالي د کمښت پر سر بحثونه رغنده پایلې ولري په تېره بیا هغه تاوتریخوالی چې په‌ کې د ملکیانو ژوند ته خطر پېښېږي.

هغه ویلي«د تاوتریخوالي کمښت د سولې د داسې یوې پروسې د باور جوړونې او د ملاتړ لپاره حیاتي دی چې په مټ به ‌یې سیاسي جوړجاړی او دایمي اوربند رامنځته کېږي.»

انتونیو ګوتریش ډاډ څرګند کړ چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې کلک ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي