طالبانو د قطر دفتر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تایید کړې، چې د امریکا سره د سولې هوکړه به د روانې میلادي میاشتې تر پای پورې لاسلیک شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مولوي حنفي په یوه تازه مرکه کې ویل، له امریکایانو سره د سولې هوکړې ټول موارد بشپړ شوي دي، خبرې ختمې دي او هوکړه یوازې لاسلیک ته په تمه ده.
نوموړي ټینګار کړی، ټاکل شوې چې د روانې میاشتې تر پایه پورې دغه هوکړه لاسلیک شي، چې د لاسلیک پر مهال به یې د ګاونډیو هېوادونو، امنیت شورا او ځینو نورو هېوادونو استازي ګډون کوي.
مولوي عبدالسلام د سولې هوکړې تر لاسلیک مخکې به تاوتریخوالی کمېږي او تر لاسلیک وروسته به د طالبانو پنځه زره بندیان ازادېږي، بهرني ځواکونه به وتل پیلوي او طالبان به هم د افغان حکومت زر کسه بندیان خوشي کوي.
دغه طالب چارواکی د بین الافغاني خبرو په اړه هم ویلي چې دا خبرې به له امریکا سره د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته پیلېږي.
هغه زیاته کړې، کله چې د طالبانو بندیان ازاد شي ورپسې به جوخت بین الافغاني خبرې پیلېږي خو د دغه خبرو د ځای ځایګي په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې امریکايي چارواکو هم ویلي و، چې د سولې هوکړه به د روانې میلادي میاشتې تر پاي پورې لاسلیک شي.
ځینې طالب سرچینې وايي، د تاوتریخوالي کمول به له راتلونکې یکشنبې فبروۍ د ۲۲ مې پیل او په ۲۹ مه به یې تړون لاسلیک شي.
جمهورخبري آژانس:کابل