۰
ملګري ملتونه:

د افغانستان وضعیت لا هم د کډوالو ورتګ ته چمتو نه دی

یکشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۶
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنر فلیپو ګرېنډي وايي، د افغانستان وضعیت لا هم دې ته اماده نه دي، چې ټول ګډوال د ومنل شي.
د افغانستان وضعیت لا هم د کډوالو ورتګ ته چمتو نه دی
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنر فلیپو ګرېنډي وايي، د افغانستان وضعیت لا هم دې ته اماده نه دي، چې ټول ګډوال د ومنل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګرېنډي په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه د جوړېدونکي کنفرانس په درشل کې دغه څرګندونې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې لا هم امنیتي وضعیت ارام نه دی نو ځکه د ټولو کډوالو ورتګ هم ورته ښه نه دی.

هغه وايي، که په لویه کچه افغانان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، نو په سیمه کې به ګډوډي لا ډېره شي او دا د هېچا په ګټه هم نه ده.

ګرېنډي ټینګار کړي، چې افغانستان کې د کار زمینه ډېر لږ ده او په پراخه کچه د کډوالو ورستنېدل به بیلابیلو جرمونو ته زمینه برابره کړي چې دا چاره د سیمې ارامښت ته هم زیان اړولی شي.

نوموړي زیاته کړې، په پاکستان کې د اوږدې مودې میشتو کډوالو ته به سخته وي چې یو په یو خپله وطن ته ستانه شي او په وینا یې دا د پاکستان په ګټه هم ده چې دا چاره په ترتیب ترسره شي.

د یادونې ده، چې پاکستان کې د افغان کډوالو ۴۰ کاله پوره شول او په همدې موخه په اسلام آباد کې یو کنفرانس جوړېدونکی دي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم ورغلی دی.

دغه کنفراس چې دوه ورځنۍ د سبا دوشنبې د سلواغې ۲۸ مه پېلېږي، چې په کې به د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې اترې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي