د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي جي شنکر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې له زلمي خلیلزاد سره د یې د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې د افغان سولې په اړه هیله مندي ډېره شوې او هند په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړی او پلوي دي.
د هغه په وینا تازه معلومات ښيي، چې د سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او هند د دغه پرمختګونو له درکه خوښی دی.
د یادونې ده، چې جي شنکر پرون د مونیخ کنفرانس په څنډه کې د خلیلزاد سره لیدلي او د سولې تر څنګ د سیمې پر روان وضعیت هم ورسره خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل