۰
مایک پمپیو:

طالبانو منلې، چې له جګړې لاس اخلي، د سولې تړون هېڅ بند بې شرطه نه دی

شنبی ۲۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۷
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له قوله وايي، طالبانو منلې، چې له جګړې او تاوتریخوالي به لاس اخلي او له افغان ټولنې سره به یو ځای کېږي.
طالبانو منلې، چې له جګړې لاس اخلي، د سولې تړون هېڅ بند بې شرطه نه دی
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له قوله وايي، طالبانو منلې، چې له جګړې او تاوتریخوالي به لاس اخلي او له افغان ټولنې سره به یو ځای کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ نن شنبې د سلواغې ۲۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، مایک پمپیو دغه څرګندونې د مونیخ کنفرانس په څنډه کې پرون ماښام له ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه کې کړې دي.

خبرپاڼه وايي، په دغه لیدنه کې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، د افغانستان سرپرست دفاع وزیر اسدالله خالد، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هارون چخانسوري او د دولت جوړونکي ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح هم ګډون درلود.

د ارګ خبرپاڼه د امریکا د بهرنیو او دفاع چارو وزیرانو له قوله وايي، چې له طالبانو سره د سولې تړون، چې مشروط متحویات لري، ښايي په راتلونکې اوونۍ کې نهايي شي.

د سرچینې په وینا دواو امریکايي چارواکو ټینګار کړی، چې د سولې تړون هېڅ بند بې شرطه نه دي خو امکان لري، چې طالبان په ځینو اغوا کوونکو تبلیغاتو لاس پورې کړي، ولې واقعیت او د موضوع اصل دا دی، چې طالبان د جګړې او تاوتریخوالي پرېښود او له افغان ټولنې سره یو ځای کېدو ته چمتو شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په دغه لیدنه کې د سولې له پروسې د افغان دولت د څار او نظارت پر کړنلارو، چې د افغان دولت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې تضمینونکي هم دي، خبرې وشوې.

خبرپاڼه د مایک پمپیو له خولې ویلي«پرېږدۍ طالبان چې هر څه وايي و د وايي، له هر ځایه چې وایي و د وايي، اما واقعیتدا دی، چې هغوی باید له ترهګرۍ او القاعده سره وداع وکړي او له جګړې لاس واخلي، موږ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړي وو، ملاتړي یې یو، او ملاتړي به یې اوسو.»

د ارګ خبرپاڼه وايي، ټاکل شوې ولسمشر غني راتلونکې اوونۍ له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، د ټولنې له بېلا بېلو پاړکیو، مدني ټولنې او سیاسي کړیو سره په همدې موخه سلا مشورې پیل کړي تر څو هغوی له جزیات په ځانګړي ډول له فرصتونو او احتمالي خطراتو څخه له هغوی سره خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب سرچینو هم تایید کړې، چې د تاوتریخوالي په کمښت مواقفه شوې، چې ورسره به د روانې فبرورۍ په ۲۲ مه د تاوتریخوالي کمولو لړۍ پیل او په ۲۹ مه به یې د سولې تړون لاسلیک شي.

سرچینې دا هم ویلي، چې د تړون د لاسلیک پر مهال به د ملګرو ملتونو، روسیې، چین، سعودي عربستان، جرمني، ناروې او پاکستان استازي هم حضور ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي