سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د دایکنډي ولایت په دریو ولسوالیو کې د واورې ښووېدنې له امله ۲۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه واورې ښوېدنې تېره یوه اوونۍ د یاد ولایت په په میرامور، سنګت خت و بندر او اشترلی ولسوالي کې رامنځ ته شوې.
د دایکنډي د والي ویاند سکینه احساني وایي، د میرامور ولسوالۍ په حصار رباط سیمه کې واورې ښوېدنې، ۶ تنه، په چرخ و برګ کې ۱۰ تنه او په ودسر سیمه کې دوه تنه وژلي دي.
د هغې په وینا په وژل شویو کسانو کې پنځه تنه مېرمنې هم شاملې دي او دغه راز په رابط سیمه کې وژل شوي کسان ټول د یوې کورنۍ دي.
دغه راز نوموړې زیاتوي، چې د سنګت خت و بندر ولسوالۍ دهن شیبر سیمه کې یو تن او د اشترلي ولسوالۍ د جونګان سیمه کې دوه تنه او د بلوچ علیا په سیمه کې یو تن وژل شوی دی.
د داینګډي د والي ویانده وایي، دغه واورې ښووېدنې مالي زیانونه هم لري، چې له امله یې ګڼ کورونه زیانمن شوي خو تر اوسه یې دقیق معلومات نشته.
نوموړې و ویل، چې په ټول کې سږ کال ژمۍ په دایکنډي کې کابو ۲۵ تنه چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي د برف کوچونو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض