۰

ننګرهار: په هوایي برید کې ۹ ملکي وګړي وژل شوي دي

شنبی ۲۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۱
سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوایي برید کې ۹ ملکي وګړي وژل شوي دي.
ننګرهار: په هوایي برید کې ۹ ملکي وګړي وژل شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوایي برید کې ۹ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون جمعه د سلواغې ۲۵ مه مازیګر مهال د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ ککړک په سیمه کې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی تاییدوي، چې د ککړک په سیمه کې په یوه ډاډسن موټر چې ۹ تنه په کې سپاره و، هوايي برید شوی خو معلومه نه ده، چې دا څوک دي.

په ورته وخت کې یوې امنیتي سرچینې ویلي، چې به هوايي برید کې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ کې د جمعې ورځې مېلې ته تللي وو.

بل خوا د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر وايي، وژل شویو کسان ۱۱ تنه دي، چې ډول ولسي وګړي دي.

هغه هم ویلي دا چې په خوږیاڼو کې هره اوونۍ مېله کېږي او د بېلا بېلو ولسوالیو خلک ورته راځی، دغه خلک هم یادې مېلې ته تللي و، چې بمبار پرې شوې او وژل شوي دي.

تر اوسه افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي