ولسمشر محمد اشرف غني د مونیخ نړیوال امنیتي کنفرانس په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، دفاع وزیر مارک اسپېر او سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر غني او امریکايي چارواکو لیدنه پرون جمعه ماښام د بروکسل له غونډې وروسته مونیخ کې شوې، چې په کې د افغانستان سرپرست دفاع وزیر اسدالله خالد هم شتون درلود.
راپورونه وایي، دواړو لورو په دغه لیدنه کې د افغانستان پر روان وضعیت او سولې خبرې کړې دي.
د ارګ ویاند صدیق صدیقي هم د یادې لیدنې او پر سوله د خبرو پخلی کړی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې تایید کړې، چې له طالبانو سره د تاوتریخوالي او عملیاتو کمولو په اووه ورځنۍ موده موافقه شوې ده.
بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ویلي، چې په افغانستان کې به د وینې بهېدنې په برخه کې د څرګند کموالي په تړاو ډېر ژر یوې نتیجې ته ورسېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا پرمختګ به یوازې د کاغذ پر مخ نه وي، بلکې په حقیقت کې به هم پلی شي او په وینا یې که یاد هدف تر لاسه او دوام یې وکړ، نو د مذاکراتو اصلي پړاو ته، چې د افغانانو تر منځ دی د ننوتلو امکان ډېر او حقیقي مصالحې ته به لار پرانېزي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالب سرچینو هم تایید کړې، چې له امریکا سره د تاوتریخوالي کمولو په اووه ورځنۍ موده موافقه شوې، چې د تاوتریخوالي کمول به د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۲ مه نېټه پیل او په ۲۹ مه به یې تړون لاسلیک شي.
جمهورخبري آژانس:کابل