۰

وحید عمر: افغان دولت له طالبانو سره د مذاکراتو پیل ته په تمه دی

پنجشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۵
په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر ارشد سلاکار وحید عمر وايي، د امریکا او طالبانو منځ مذاکراتو کې له پرمختګ وروسته افغان دولت له طالبانو سره د بین الاافغاني مذاکراتو د پیل په تمه دی.
وحید عمر: افغان دولت له طالبانو سره د مذاکراتو پیل ته په تمه دی
په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر ارشد سلاکار وحید عمر وايي، د امریکا او طالبانو منځ مذاکراتو کې له پرمختګ وروسته افغان دولت له طالبانو سره د بین الاافغاني مذاکراتو د پیل په تمه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عمر چې نن پشنبې د سلواغې ۲۴ مه کابل کې د حکومت د دوهمه درجه مسوولینو سره په ګډه ناسته کې له رسنیو سره د معلوماتو شریکولو په اړه خبرې کولې و ویل، چې افغان حکومت د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو له پرمختګه هرکلی کوي.

نوموړي و ویل«موږ د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې مذاکراتو کې د پرمختګونو هرکلی کو، او هیله لرو، چې په بل پړاو کې بین الافغاني مذاکرات هم ژر تر ژره پیل شي، تر چې افغانستان یوې باعزته او تل پاتې داسې سولې ته ورسېږي، چې د ټولو وګړو حقونه یې په کې خوندي وي.

د هغه په وینا د افغانستان خلک د دې وړ دي، چې نور باید په هېواد کې یې روان تاوتریخوالی او جګړه پای ته ورسېږي، اوربند وشي او د بین الاافغاني خبرو لپاره باور رامنځ ته شي.

وحید عمر معلوماتو ته د رسنیو د لاس رسي په برخه کې و ویل، چې افغان حکومت د بیان آزادۍ ته ژمن دی، دا آزادي خپله لویه لاس ته راوړڼه بولي او هېچا ته هغه که د حکومت د ننه دي که بېرون دا اجازه نه ورکړی، چې د بیان آزادي او د رسنیو فعالیت محدود کړي.
 
دی وایي، ولسمشر د کابینې په وروستۍ غونده کې ټولو دولتي ادارو ته لارښوونه وکړه، چې هېڅ ډول رسنیو ته او د رسنیو له لارې خلکو ته د معلوماتو نه رسول ورته د منلو نه دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي