۰
حنیف اتمر:

د سولې خبرو کې پرمختګ شوی، د مصالحې شورا باید بېرته جوړه شي

پنجشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۲
د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر وایي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې سولې مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د سولې خبرو کې پرمختګ شوی، د مصالحې شورا باید بېرته جوړه شي
د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر وایي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې سولې مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر چې نن پنشنبې د سلواغې ۲۴ مه د حضرت صبغت الله مجدید د تلین یاد غونډه کې وینا کوله، د سولې په خبرو کې د وروستیو پرمختګو څخه خوښي وښوده او ویې ویل، چې په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره اړینه ده، چې سیاسیون یو موټی شي.

نوموړي پر ټولو سیاسیونو غږ وکړ، چې د انتخاباتي او نورو اختلافات یوې خوا ته پرېږدي او د سولې په برخه کې چې د ټول ولس آرمان دی یو موټی شي او له خپل جمهوري نظام او حقونو په کلکه دفاع وکړي.

نوموړي وویل«په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د سولې خبرو کې ښه پرمختګ شوی،  تاوتریخوالي پر کمولو توافق شوی، تمه ده، دغه تړون جزیات تر لاسه او ژر تر ژره بین الاافغاني مذاکرات پیل کړو، دا زموږ تاریخي مسوولیت دی، چې په مذاکراتو کې خپل نظام وساتو، تمه ده، په ټاکنو کې زموږ د سیاسیون رامنځ ته شوي اختلافونه زموږ د سولې خنډ نه شي.»

دغه راز نوموړي پر افغان حکومت هم غږ وکړ، چې له سیاسیونو سره په ګډه د سولې د بین الاافغاني خبرو تر پیل وړاندې د سولې د مسالحې اجماع بېرته راژوندی او جوړه کړي.

په یاده غونډه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د وینا پر مهال د سولې له وروستیو پرمختګونو خوښي وښوده او ویې ویل، چې په دې برخه کې ځینې عملي اقدامات تر سره شوي او تمه ده، ژر تر ژره په افغانستان کې تل پاتې سولې ته ورسېږو.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي