۰
د امریکا دفاع وزیر:

د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمېدو وړاندیز د مېز پر سر دی

پنجشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۶
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمېدو وړاندیز د مېز پر سر دی او دی به په دې اړه له خپلو متحدینو سره سلا مشورې وکړي.
د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمېدو وړاندیز د مېز پر سر دی
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمېدو وړاندیز د مېز پر سر دی او دی به په دې اړه له خپلو متحدینو سره سلا مشورې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسپر دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د سلواغې ۲۳ مه بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو له غونډې وړاندې خبریالانو سره خبرو کې وکړې.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې و ویل« د تاوتریخوالي د کمیدو وړاندیز پر میز ایښی دی. زه دلته یم او د محتدینو سره یې په اړه سلامشورې کوم، له دې زیات څخ د اعلانولو لپاره نه لرم.»

نوموړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د شوې پوښتنې په ځواب کې اته زره او ۶۰۰ سوو ته د امریکايي سرتېرو د شمېر د کمېدو څخه دفاع وکړه.

نوموړي و ویل، د امریکا د پوځ ارزونې ښيي، چې دا شمېر به په افغانستان کې د امریکا د ماموریت لپاره کومې ستونزې راولاړې نه کړي.

مارک ايسپېر وایي، دوی دې ته په تمه دي چې له طالبانو سره هوکړه وشي او د تاوتریخوالي د کمولو له پیل سره سم به امریکايي ځواکونه هم له افغانستان وځي.

په ورته وخت کې ايسپر له سټولټنبرګ سره د لیدنې پر مهال دا هم ویلي چې ناټو او امریکا له افغان حکومت خپل ملاتړ ته ژمنه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې دواړه به د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړه ادامه ورکوي او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې به همکاري ورسره کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي