۰

د امریکا د ملي امنیت سلاکار: د افغانستان په اړه ښه زېری پرلاره دی

چهارشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۵
د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین وايي، د افغانستان په اړه ښه زېری پر لار دی او ژر به د سولې هوکړه لاسلیک شي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار: د افغانستان په اړه ښه زېری پرلاره دی
د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین وايي، د افغانستان په اړه ښه زېری پر لار دی او ژر به د سولې هوکړه لاسلیک شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رابرت اوبراین په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې د سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شوي دي.

نوموړي تینګار کړي، چې د افغانستان په اړه ښه زېری په لار دی او په راتلونکو ورځو یا اونیو کې به د سولې هوکړه لاسلیک شي.

د امریکا د ملي امنیت د سلاکار په وینا د سولې تړون په لاسلیک سره په په افغانستان کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نیویارک ټایمز ورځپانې د باوري امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې ولسمشر ټرمپ د طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک په مشروط ډول تایید کړی دی، چې په په اساس به ‌یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تدریجي وتل پيلېږي.

ورځپاڼه د لوړ پوړو امریکايي چارواکو له قوله وايي، د سولې په هوکړه به هغه وخت لاسلیک کېږي چې طالبان د روانې میاشتې په پای کې د تاوتریخوالي پایداره راکمولو ته ژمنتیا ښکاره کړي. او د اوو ورځو لپاره تاوتریخوالي د بېلګې په توګه راکم کړي.

په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، طالبانو هم تاوتریخوالي کمولو، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو نه لرلو او سولې په اړه توافق کړی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په راتلونکو لسو ورځو کې ښایي د سولې هوکړه په رسمي توګه لاسلیک کړل شي.

د یادونې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په خبرو کې ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

ولسمشر غني پر خپله ټویټرپاڼه په څو پیغامونو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ د پام وړ بللی او ویلي یې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د تشدد د دایمي کمېدو او د طالبانو د وړاندیزونو په اړه معلومات ورکړي دي.

ښاغلي غني لیکلي «نن زه خوشاله شوم چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پامپیو له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې د پام وړ پرمختګ په اړه معلومات راکړل، بهرنیو چارو وزیر د تاوترخیوالي د خورا ډېر او دایمي کمښت په اړه د طالبانو له وړاندیزه خبر کړم.»

په ورته وخت کې اجراییه رييس عبدالله عبدالله هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د امریکا په خبرو کې د پرمختګ په اړه معلومات ورکړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي