۰
سیګار:

د افغانستان د بیارغونې په کارونوکې ۵۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۰
د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د تفتیش اداره یا سیګار وايي، په افغانستان کې د بیارغونې په کارونو کې ۵۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان د بیارغونې په کارونوکې ۵۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د تفتیش اداره یا سیګار وايي، په افغانستان کې د بیارغونې په کارونو کې ۵۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیګار په تازه خپاره کړي راپور کې لیکلي، چې له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې د افغانستان د بیارغونې په کارونو کې ۲۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۹۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د سیګار مشر جان سوپکو ویلي د ۲۰۰۲ کال له اپریل راهیسې چې د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش په افغانستان کې د بیا رغونې ماموریت اعلان کړ د ۲۰۱۸ کال تر ډسمبره پورې په دغه هیواد کې په رغنیزو کارونو بوخت ۲۲۱۴ کسان مړه شوي چې ۲۸۴ تنه په کې امریکایان وو او د جګړې د ډګر برخه نه وو.

په دې راپور کې زیاته شوې، چې په دغو ۱۶ کلونو کې زیات تلفات افغانانو ته اوښتي چې په رغنیزو چارو بوختو ۱۳۱ افغان سرتېرو او ۱۴۴۷ ملکیانو په کې ژوند بایللی دی، په داسې حال کې چې د وژل شویو په ډله کې ۱۲۴ تنه د نورو هیوادونو خلک بلل شوي دي.

سیګار وايي، دا لیست له هغو ټولو مړینو جلا دی چې د افغانستان د جګړې په ډګر کې په کې خلکو ته مړینه او ټپونه رسېدلي دی.

دی سیګار په راپور کې ویل شوي، چې ټولټال ۲۸۴ امریکایان د افغانستان په بیا رغونه کې مړه شوي چې۲۱۶ سرتېري او ۶۸ ملکیان وو.

دغه راز سیګار وایي په وژل شویو کسانو کې۱۰۰ کسان د ایتلافي هېوادونو وګړي وو، چې افغانستان کې یې د بیارغونې په کارونو کې ژوند بایللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي