۰

امریکا د افغان جګړې لپاره ځانګړې بودیجه نوره هم کمه کړې

سی شنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۳
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې امریکا تازه د ۲۰۲۱ کال لپاره د افغان جګړې په تړاو په خپله بودیجه کې د پام وړ کموالی راوستی دی.
امریکا د افغان جګړې لپاره ځانګړې بودیجه نوره هم کمه کړې
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې امریکا تازه د ۲۰۲۱ کال لپاره د افغان جګړې په تړاو په خپله بودیجه کې د پام وړ کموالی راوستی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکايي رسنیو زیاته کړې، چې امریکا هر کال د افغان جګړې د بودجې کمولو ته ادامه ورکوي.

دغه رسنیو د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون له قوله ویلي، چې په دغه کال کې به پر افغان جګړه ۱۴ میلیارده ډالر لګول کېږي، چې دا شمېر د تېر په پرتله ۳ میلیارده ډالر کموالی ښيي.

دغه رسنۍ وایي، د افغان جګړې لپاره د امریکا د بودجې کموالي لامل ښايي د طالبانو او امریکا روانې خبرې وي.

دوی په دې باور دي، چې امریکا غواړي له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي چې په دې حالت کې به خپل ځواکونه له افغانستان وباسي او د پیسو لګولو ته اړتیا نشته ده.

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون دا هم ویلي چې وضعیت ته په کتو د بودجې د ډېروالي امکان هم شته دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي